غزل
ګل د مالوچ کې روی اور ســــــــــــــــاتم
په ســــــــپينه ږيره ســـــر کې شور ساتم
چــــــــې په ټولۍ کـــــــې د مينو راشــــــم
مــــــخ مې په تــــــور د مينې تور ســــــاتم
ګوندې د کومې حورې خال شي چېرې
ستي ګوګل کې ســـــوی ســــکور ســاتم
ســـتا ټينګه غېږه به په غېږه لمانځــم
مـــه ګڼه دا چــــې پـــه ســــر پور ســـــاتم
د مينې انده ته له ســــــــــــــــــــره نه ځـې
تل دې د خيال په ولو ســـــــــپور ساتم
ســـــاقي دا څـــــــو ژيه می لږ ښـــــکاري
چا ويل چې زه به جام نســــکور ســــاتم
د ســــــــرېندې پـــــه ژبه خـــــــدای يادوم
د جـــــومات وره کې ټنګ ټکور ســـــاتم
کــــــوکنار پـــــــه ډزه د ســــــــــــندرو ولم
د غـــــــــنم لو پــــــه تمه لـــــــــور ســــــــاتم
بس پــــه پښــــــتو به له مرګي جګــــيږم
آن تر کبره نښــــــه د کـــــــــور ســـــــــاتم
0 comments:
Post a Comment